امنیت

په هرات کې ددريو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ :
د هرات پوليسو د دريو زورورو  چاودنو مخه ونيوله
امنيتي مامورينو نن سهارد کشک کهنه ولسوالۍ په لويه لاره کې درې ماينونه کشف اوشنډکړل.
دهرات د والي وياند جيلاني فرهاد باخترآژانس ته وويل : دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ د پوليسو له خوا کشف شول .
  ده وويل :طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره يو لړ ډار اچوونکي بريدونه ترسره کړي چې  بريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته