امنیت

دولس طالبان په نیمروز کې ووژل شول

 کابل / د وږي ٨ مه / باختر
دولس وسله وال طالبان په نیمروزکې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه هغه وخت هوايي او ځمکني بریدونه وشول چې په خاشرود ولسوالۍ کې يې د پوځیانو پر پوستو بریدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د میوند قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې پر دغو طالبانو هغه وخت بریدونه وشول چې د پوځیانو پر پوستو یې بریدونه وکړل.
دغه قول اردو تاییدوي چې په پېښو کې د یوه سیمه یيز قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
یو وسله وال طالب چې د یوه افسر د ترور نیت یې درلود؛ په نیمروز کې د پوځیانو په ډزو کې ووژل شو.
دغه پېښه پرون ناوخته زرنج ښار ته څېرمه رامنځته شوه.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته