کابل باختر د کب دمياشتې ٢٨ :
د نيلي ښار او هغه ته څېرمه د چاپيريال ساتنې، کرنې او د ښاروالۍ د رياستونو
له خوا د امنيه قوماندان، د ملي امنيت د منسوبينو، د دولتي ادارو د رييسانو او د نيلي ښار د يو شمېر ښاريانو په ګډون نن د نيالګيو د ايښودلو پسرلنى کمپاين پيل شو.
د دايکنډي ولايت امنيه قوماندان او سرپرست سيد باقرمرتضوي باختر آژانس ته وويل: د چاپيريال ساتنې رياست دغه نيک اقدام د قدر وړ بولو؛ موږ او تاسو بايد يو نيالګى د ځان لپاره او يو نيالګى د خلکو لپاره کيږدو، ترڅو زموږ ګران هېواد شين او سمسور شي.
دغه را ز د چاپيريال ساتنې رئيس علي مدد ساحل وايي: د دغه کمپاين هدف د دايکنډي ولايت د نيالګيو ايښودلو ته د خلکو هڅونه ده او دغه کمپاين تر يوې مياشتې پورې دوام کوي.
0 1 دقیقه لوستل