خبرونهورزش

هلمند کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل،  د غوایي ۲۴مه، باختر 

د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې پایلوبې ته د احسان اتلانو او سوپر علیزي لوبډلو لار ومونده. 

احسان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته ۲۱۰ منډې هدف ورکړ، خو عليزي لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړای او د ۳۶ منډو په توپير یې لوبه وبایلله.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د ځوانانو او ورزشکارانو د تشویق په موخه جوړې شوې وې چې ۱۳ ورځي یې دوام وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته