امنیت

اته تنه ډار اچوونکي په بلخ کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ اتلسمه :
اته تنه ډار اچوونکي نن دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مرستيال نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د دښمن دجګړې دکرښې له ماتيدو وروسته ووژل شول .
په دغو عملياتو کې دغه راز څوارلس تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
ده زياته کړه چې ددغې نښتې په بهير کې  دزيارت او دفاطمه خيلو په کليو کې ددښمن څو پسوتې په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي او د ډار اچوونکو يوه داشکه ، يوتوغندى ويشتونکى او دوه ليږدونکي وسايط هم ترلاسه شوي دي .
ده زياته کړه چې په دې نښته کې د ډار اچوونکو يو رنجر موټر ويجاړ شو او دڅو تنو وژل شويو ډار اچوونکو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته