امنیت

دافغانستان په ځينو ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونودوام .

کابل باختر دوري  يوولسمه :
دافغانستان په ختيځ دپاکستاني پوځيانو  راکټي او توپچي بريدونه دغه راز دوام لري .
دغه بريدونه په داسې حال کې دوام کوي چې افغانستان دلومړى ځل لپاره او په رسمي ډول دپاکستان  دسرحدي سرغړونو او ښکاره تيري او راکټي بريدونو له امله دملګروملتو دسازمان  دامنيت شورا ته  شکايت وکړ .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دتيرو اته څلويښت ساعتونو په بهير کې شل توغندي دافغانستان په ځينو ختيځو سيمو لګيدلي دي . چې دسرزيان يې نه دى اړولى .
دننګرهار اوکونړ ولايتونه په دې وروستيو وختو کې  زياتره  دپاکستاني پوځيانو  دراکټي او توپچي بريدونو لاندې دي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو مقام  باختراژانس ته وويل  چې دپاکستاني پوځيانو دراکټي او توپچي  بريدونوکې  داستوګنې څو کورونه يو څه ويجاړ شوي دي .
ده وويل  دتيرو دوو شپو او ورځو په بهير کې  پنځلس توغندي په دغو سيمو لګيدلي دي .
له بله پلوه دننګرهار ولايت ځينې سيمې هم دتوغندي  دلګيدو ډګر و .
دننګرهار ولايت  يو امنيتي خبرځاى  وايي  چې  دوروستيو دوو شپو او دوو ورځو په بهير کې څه ناڅه پنځه توغندي  دپاکستاني پوځيانو له خوا  ددغه ولايت  په ځينو سيمو  توغول شوي دي .چې له نيکه مرغه دسرزيان يې نه دى اړولى .
دوه اوونۍ مخکې  دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو له امله  څلور تنه ملکي وګړي په کونړ ولايت کې شهيدان شول .
دکونړ او ننګرهار  دخاص کونړ ، ګوشتې ، لعل پورې  ، نازيانو ، سرکاڼو او دانګام  په ولسواليو دپاکستاني پوځيانو دتوپچي او راکټي بريدونو ډګر و .
دغه راز ويل کيږي  چې دوروستيو لس ورځو په بهير کې چې دغه بريدونه يو ځل بيا  زور اخستې دى  دهېواد  ځينې ختيځې سيمې دڅه ناڅه  پنځه سوه توغنديو دلګيدو ډګر و .
دافغانستان په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دوى  دمرکزي مقاماتو لارښوونې ته  په تمه دي چې دپاکستان  دپوځيانودغو بريدونو ته ځواب ورکړي .
  دافغانستان په ځينو ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه  پنځه کاله مخکې  دهجري لمريز کال په لومړى ورځو کې پيل شو او تراوسه دوام لري . چې  ددغو پنځوکلونو په بهير کې  څه ناڅه پنحلس زره توغندي  دپاکستان پوځيانوله خوا په افغانستان  توغول شوي دي .
ددغو بريدونو له امله تراوسه پورې په افغانستان کې  دوه سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . او په زرګونو کورنۍ  دخپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي
  په دې وروستيو وختو کې افغانستان دلومړى ځل لپاره  دپاکستان ددغو بريدونو په باب  دملګروملتو سازمان  امنيت شورا ته شکايت وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته