ټولنه

د ځوانانو دچارو معينيت درضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله .

کابل باخترد ليندي څوارلسمه :
درضاکارانو نړيواله ورځ  نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا په کابل کې  ونمانځل شوه .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونده کې چې په همدې مناسبت درضا کارو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات وويل سږ کال درضاکارانو نړيواله ورځ نړۍ دبدلون په حال کې  ده ايا تاسې رضاکاران ياست ، تر شعار لاندې نمانځل کيږي اوموږ په ځواب کې وايو چې هو موږ رضاکاران يو .
ده وويل چې زه له امتياز پرته په صادقانه ډول دکابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره اوږه په اوږه دکابل ښار د تنظيف  اوپاکوالي لپاره ونډه  اخلم  او ما او نورو ځوانانو ته دښاروالۍ دمنسوبينو تر څنګ دښار دپاکولو لپاره  کار وياړ دى او موږ بايد ددغه فرهنګ دپراخ بنسټه کولو په کار کې هيڅ راز هلې ځلې ونه سپموو .
دځوانانو دچارو معين په داسې حال کې چې دکابل ښاروالۍ دکارګرانو په مخصوصو نارنجي رنګه جامو سمبال و له ټولو ښاريانو په تيره بيا له ځوانانو  څخه وغوښتل چې دخلکو دروغتيا او سلامتيا د ساتنې لپاره دې دخپل ښار په پاکولو او سمسورتيا کې ونډه واخلي  
دغه راز ددغې غونډې نورو ويناوالو دښار په پاکولو کې درضاکارانو په رول باندې ټينګار وکړ او دښار په پاکولو کې يې دوندې ورکولو لپاره دهيوادوالو په تيره بيا  دځوانانو دپوهاوي لپاره دديني عالمانو ، دښوونځيو دښوونکو دپوهنتونونو داستادانو او دميندو او پلورونو رول ستر وباله .
ددغې غونډې برخه والو وويل زموږ دټولنې  دټولو قشرونو مسووليت دى چې دښار په پاکولو کې رول ولوبوي او دوى څرګنده کړه چې د خپل ښار په پاکولو کې په ونډه اخستنه کې بايد وظيفوي  دريځ او مسووليت طرحه نه وي  يعنې هر څوک چې په هر دريځ  کې وي په رضاکارانه ډول  درسمي مسووليتونو تر څنګ په ټولګتو کارونو لاس پورې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته