ټولنه

مارشال محمد قسيم فهيم له دولت سره دبغلان دسپين ږيرو اومخورو دهمکاري روحيه وستايله

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست لومړۍ مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم  نن له غرمې وروسته دبغلان ولايت له مخورو ، سپين ږيرو اوپه ولسي جرګه کې   اوولايتي شورا کې  ددغه ولايت له يوشمير استازوسره وکتل.
ددجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دبغلان ولايت دخلکو استازو په دغه ولايت کې دسولې اوامنيت په تامينولو اوبيارغاونه کې دبغلان ولايت دخلکو دهوډ او اراده څرګنده کړه او ټينګاريې وکړ چې په بغلان کې دميشتوقوتونو ترمنځ دملي يووالې دتامينولو په لاره کې هلې ځلې کوي .
دغه راز دبغلان ولايت دخلکو استازو دخپلو يولړ سيمه ييزو ستونزو په باب خبري  وکړي  اود جمهوري رياست  له لومړي مرستيال څخه يې وغوښتل  چې  دحل کولو په لاره کې  اړوندو مسوولينو ته لارښوونې وکړي.
د جمهوري رياستن  لومړى مرستيال له دولت سره ددوى دهمکاري دروحيې دشتون اوپه هيواد کې  دملي يو والې او امنيت دتامينولو په لاره کې ددوي دهلوځلو له امله قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه  چې ددوي ستونزي داړوندو مراجعو له لاري څيړل کېږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته