خبرونهاقتصادټولنهTOP

په ننګرهار کې د ۲ میلیونه ډالرو په لګښت د چرګانو او هګیو د تولید ستره فابریکه پرانیستل شوه

کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم، د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار د کرنې رییس مولوی عبدالستار محمد او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په ملتیا د ننګرهار کانال شرکت کې د چرګانو او هګیو د تولید د سترې فابریکې پرانیسته وکړه.

دغه فابریکه د «حبیب حسام پولټري کمپلکس» په نوم د ننګرهار کانال په ۱۱۶ جریبه ځمکه کې د نږدې ۲ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، چې د میاشتې ۶۰۰ زره غوښین او هګۍ ورکوونکي چرګان تولیدوي.

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني د دې فابریکې په پرانیست غونډه کې وویل چې د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه ځان بسایینې ته نږدې شوي یو، په دې برخه کې مو هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

عثماني دغه راز وویل، چې هېڅوک د مشروع پانګونې مخه نشي نیولی، ځکه صنعت او د هېواد په ټولګټو پروژو پانګونه د هېواد په وده او پرمختک کې اساسي ونډه لري.

د کرنې او مالدارۍ مرسیتال دغه راز وویل، چې اوس مهال په هېواد کې د چرګانو روزنې له ۱۰ زرو زیات فارمونه فعالیت لري، چې هره ورځ ترې په زیاته اندازه د چرګانو غوښه، هګۍ او نور هېوادوالو ته وړاندې کېږي.

په دې غونډه کې د حبیب حسام پولټري کمپلیکس مشر عزیزالله حسام د کرنې وزارت، د ننګرهار ولایتي ادارې او د کانال شرکت څخه مننه وکړه، چې ورته يې د فعالیت او پانګونې زمینه برابره کړې.

حسام وویل، چې په دې فابریکه کې د ۳۰ زره نسلي چرګانو روزنې لپاره يې نوی ودانې جوړه کړې، چې راتلونکي کې به په هېواد کې دننه د مارکېټ غوښتنې پوره کړي او د بهرنیو وارداتو مخه به ونیسي.

د يادونې ده، چې په دغه فابريکه کې نږدې ۴۵۰ کسان کار کوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته