روغتیا

دننګرهارپوهنتون په روغتون کی دزیږیدلو ماشومانو څانګه پرانیستل شوه

دجلال آباد ښار دمرغومی یوه ویشتمه باختر
د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت د ننګرهار پوهنتون په روغتون کې د نويو زېږيدلو ماشومانو څانګه له ترميم او تجهيز وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخېل وايي:که څه هم دپوهنتون روغتون د طب پوهنځي محصلينو د عملي زده کړو لپاره جوړشوی، خو اوس يې دختيځې سيمې  ناروغانو درملنې ته اوږه ورکړې.
مياخېل له يونيسف ادارې نه په مننې سره په پوهنتون روغتون کې دنويو زېږيدلو ماشومانو دڅانګې په ترميم او تجهيز خوښي وښوده.
په همدې حال کې د دغه روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالناصر جمال وويل: د کوچنيانو دغه څانګه په يوه وخت کې دشلو تنو کوچنيانو د درملنې ظرفيت لري.
دی وايي :ناروغانو ته په کتو د دې څانګې ظرفيت کم دی ،بايد دپوهنتون اداره يې لا پراختيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پوهنتون دمسؤلينو په وينا دنويو زېږيدلو ماشومانو د دې څانګې په ترميم او تجهيز سره ګڼ شمېر ناروغ ماشومانوته د درملنې لازم اسانتیاوی برابر ی شوی دیی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته