کابل باختر د ثور ديارلسمه
٧ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي تيره شپه په دانګام ولسوالۍ کې د پوځيانو په ډلې له بريد وروسته ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دملي اردو دپوځيانو دډلې په بريد کې ٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول
ده وويل په دغووسله والو طالبانو په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و ، بريد وشو
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په کونړ ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل .
دوى وايي داعشيانو او طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يولړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي .
ختم_ عطاالله _اکرم
1 1 دقیقه لوستل