سیاست

دبن په دويم کنفرانس کې دپاکستان په ګډون دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت ټينګار .

دامريکادمتحده ايالاتو دبهرنيوچارو وزارت مقاماتو  پرون دافغانستان دراتلونکي  په باب د بن په کنفرانس کې دپاکستان په ګډون ټينګار وکړ .

  ټاکل شوې  ده دغه کنفرانس  په راتلونکي اوونۍ کې د المان  په بن ښار کې  جوړ شي .

 دامريکا دبهرنيو چارو وزارت  ويندوى ديو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وويل په دې کنفرانس کې  دپاکستان ګډون د افغانستان دثبات او دراتلونکي لپاره ډير مهم دي اوپه دې اړوند دهغه د ځنډولو په باب کوم پيشنهاد يا اشاره  نه ده شوي  پخوا امريکايي  رسنيو خبر ورکړي و چې دافغانستان جمهور رييس حامدکرزي به دپاکستان  له جمهور رييس اصف علي زرداري څخه وغواړي چې په دغه  تاريخي کنفرانس کې  ګډون وکړي  او په هغه کې له ګډون څخه ډډه ونه کړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته