فرهنګ

فاضل سانچارکي امام ابو حنيفه ( رح ) په نړۍ کې دهر راز افراط او تفريط مخالف و

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
د اصلاحاتو دمرکز له خوا نن په کابل کې  ديوې غونډې په ترڅ کې د امام ابو حنيفه  ( رح )  د ارتحال ديو زرو دوه سوه اووه اتيايم تلين درناوى وشو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  ددرناوي دغونډې په پيل کې  داجراييه رياست وياند او د اصلاحاتو دمرکز جګپوړي غړي ډاکتر مجيب الرحمن  رحيمي  امام ابوحنيفه ( رح )  دژوندانه  دبيلابيلو اړخونو او په معنوعيت  اعتدال او په اسلامي فقه کې دعقلانيت په کار کې دده درول په باره کې اوږدې خبرې وکړې .
   وروسته داجراييه رياست سلاکار محمد محقق خبرې وکړې  او  امام ابو حنيفه يې په اسلامي فقه کې دعقلانيت او اعتدال څرګندوي وباله .
ددغې غونډې  بل وينا وال  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي  امام ابو حنيفه ( رح )  په اسلامي نړۍ  او مذهبونو کې دهر راز افراط او تفريط مخالف  وباله او ويې ويل چې هغه دمذهبونو ترمنځ ديو والي غوښتونکى و او وحدت يې داسلامي نړۍ دبرياليتوب يواځنۍ رمز باله
  وروسته مولوي احمد نور وافق اوڅو تنو نورو دهغه دژوندانه دبيلابيلو اړخونو او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دمسلمه امت  ترمنځ ديو والي په تامينولو کې دده درول په باب  اوږدې خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته