امنیت

داعشيانو په غور ولايت کې نهه تنه ملکي وګړي وتښتول

فيروزکوه باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٩ :
داعشيانو په غورولايت کې نهه تنه ملکي وګړي وتښتول.
دغوردوالي وياند عبدالحي خطيبي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې داعشيانو   نهه تنه ملکي وګړي ددغه ولايت د چارسدې ولسوالۍ له درديز کلي څخه ددغه ولايت دمرغاب ولسوالۍ د دستګن سيمې ته ليږدولي دي .
ده وويل  چې ددغو کسانو دبرخليک په باب تراوسه پورې معلومات نه دي ترلاسه شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته