امنیت

جمهور رئیس غني په کابل کې د تېرې شپې دتروریستي برید د ټپیانو پوښتنه وکړه

-کابل – باختر د وږي دمياشتې ٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار پر افغانستان امریکایي پوهنتون د تيرې شپې تروریستي برید د هغو ټپیانو د روغتیایي حالت پوښتنې ته ورغی، چې په ایمرجنسي روغتون کې بستري او تر درملنې لاندې دي.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس ته د هغوی د پوښتنې پرمهال معالجو ډاکټرانو د ټپیانو د روغتیایي حالت او د هغوی د درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني په دې ترڅ کې چې ټپیانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا وکړه وویل، دعامې روغتیا وزارت او ټولو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، د کومو ټپیانو درملنه چې په هېواد کې ممکن نه ده، بهر ته دې واستول شي.
د هېواد جمهور رئیس د ټولو روغتونونو ډاکټران، طبي پرسونل او همکاران د تېرې شپې ټپیانو ته د رسیدګۍ په خاطر وستایل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د ټپیانو د بشپړې درملنې په موخه خپلې هڅې ونه سپموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته