ټولنه

په بلخ کې دطالبانو پرخلاف دپاڅون په وخت کې دپوليسو له خوا په ملکي وګړوبريد

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٠ :

په بلخ ولايت کې په اوو تنو ملکي وګړو  چې له وسله والو طالبانوسره په جګړه بوخت و دپوليسو له خوا بريد وشو اومرګ ژوبله ورته واوښته.

دغه پيښه نن دچارکنت ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوه.

عيني شاهدان وايي  دسيمې يوشمير اوسيدونکو دطالبانو له خوا دماين ايښودلو مخه نيوله چې دپوليسو له خوا پري بريدوشو.

په همدي حال کې دبلخ ولايت دپوليسو مسوول عصمت الله عليزي باختراژانس ته وويل چې دغه ملکي  وګړي په تيروتني اودسيمه ييزو پوليسو دځواکونو دډزو له امله ووژل شول.

ده وويل دسيمه ييزو پوليسو په قوماندان دماين بريد وشو په دې وخت کې دپوليسو ځواکونو په ملکي وګړو په تيروتني سره ډزي وکړي .

عليزي تائيد کړه چې ددغو ډزو له امله څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول او دري تنه نوريي ټپيان شول .

دالومړۍ ځل دي چې دسيمې اوسيدونکي په بلخ  کې دوسله والو طالبانو دماين ايښودلو مخه نيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته