امنیت

اوولس وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول

 جلال اباد/باختر/ د غبرګولي ۳۰ مه
په ننګرهارکې ۱۷ وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يوځای او ۷ داعشیان دولت ته تسلیم شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغو وسله والو خپلې وسلې هم تسليم کړې او ژمنه يې کړې ده چې له دې وروسته د دولت ضد فعاليتونه نه ترسره کوي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د باختر آژنس سیمه ییز خبریال ته وويل چې دغو وسله والو مخالفینو د ننګرهار په سره رود، چپرهار، خوږياڼو، مومنددرې، لعلپورې او غني خېلو ولسواليوکې دولتي ضد کړنې ترسره کولې.
په همدې حال کې د سولې له بهير سره يوځای شوي وسله وال وايي چې د يو شمېر پاکستانيانو په لمسون يې د دولت ضد کړنې ترسره کولې چې اوس يې له يادې چارې لاس اخیستی او حکومت ته تسليم شوي دي.
صفي الله چې د دغه ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د طالبانو په ليکو کې یې د دولت ضد فعاليتونه ترسره کول؛ وايي چې وسلې او امکانات ورته له پاکستان څخه راتلل او له يو کلن فعاليت وروسته ورته جوته شوه چې جګړه يې جهاد نه، بلکې د پاکستان د موخو او ګټو لپاره ده.
روان کال په ننګرهارکې۵۵۰ داعش او طالب وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شوي او یا هم تسليم شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته