نړۍ

د پاکستان د صدارعظم ځانګړى مرستيال له دندې څخه ګوښه کړى شو :

کابل باختر د ثور ١٠
د پاکستان دصدارت دفتر پرون د يو فرمان په ترځ کې په بهرنيو چاروکې د پاکستان د صدراعظم ځانګړى مرستيال سيدطارق فاطمي له مقام څخه يې ګوښه کړ.
باختر اژانس د پاکستاني رسنيوله خولې خبررا کړ: دغه ګوښه توب د پاکستان د حکومت او اردو څو مياشتې مخکې د يوې ګډې غونډې په  باب د محرمانه خبرونو له افشا کيدو وروسته تر سره شو او د پاکستان صدراعظم نوازشريف د بهرني سياست په چاروکې د خپل ځانګړي مرستيال طارق فاطمي د ګوښه کيدو او د دولت د خبررسولو د مرکزد رييس رايو تحسين  د ګوښه کيدو حکم صادر کړ.
دغه حکم  له هغه وروسته صادر شو چې د يو ه مطلب په باب د تحقيق کميټې  چې د ٢٠١٦ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نيټه د پا کستان  په دان ورځپاڼه کې خپور شوى و هر اړخيزې څيړنې او تحقيق وکړ او د خپلو څيړنو نتيجې يې د يو رپوټ په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم نوازشريف ته وړاندې کړې .
د پاکستان دصدارت د دفتر په  پرونۍ وينا کې  دا نه دي ويل شوي چې  د فاطمي په وړاندې به کوم دريځ  غوره شي .
په طارق فاطمي سر بيره د پاکستان د حکومت د خبررسولو د مرکز رييس رايو تحسين هم د محرمانه خبرونو د افشا کولو د ماجرا په برخه کې دد غه حکومتي بنسټ  په  کړنو کې د سر غړونې په دليل له دندې څخه يې ګوښه کړى شو .
طارق فاطمي د مسکو په  يوه پو هنتون کې زده کړې کړې دي او د پاکستان يو مشهور ديپلومات دى او  په تيرو کلونو کې يې  په  امريکا او د اروپا په اتحاديه کې د پاکستان د سفير په توګه فعاليت کرى دى .
ده په  ٢٠١٣ ميلادي کال کې د نوازشريف د حکومت د فعاليت په لومړيو وختو کې د بهرني سياست په چاروکې د پاکستان د صدراعظم د ځانګړي مرستيال په توګه و ټاکل شو او په همدې موده کې يې په زياترو سيمه يزو او نړيوالو غونډو کې يې د پاکستان د حکومت د باور وړ استازي په توګه برخه لرله .
ده دغه رازد امريکا د جمهوري رياست  په  انتخاباتو کې  د دونالد ترامپ له برياليتوب وروسته ، د پاکستان د صدراعظم د استازي په  تو ګه واشنګټن ته دوه اوونيز سفر ترسره کړ چې د ترامپ په  دوره کې د پاکستان –  امريکا د اړيکو د ښه والي زمينې برابرې کړي .
د تير کال د تلې په مياشت کې د پاکستان انګليسي ژبې ورځپاڼې  دان  د پاکستان د حکومت او اردو د ډيرو جګپوړو مقاماتو د يوې محرمانه  غونډې  خبر خپور کړ.
په دې خبرکې داسې ويل شوي و چې  د حکومت جګپوړو مقاماتو په دې غونډه کې د پاکستان د اردو د وخت جګپوړو مقاماتو ته خبردارى ورکړى و که چيرې د ترورستانو پر خلاف جدي اقدام ونه شي ، پاکستان به له نړيوال تجريد سره مخامخ شي .
اوس ددغې غونډې د محرمانه خبرونو د افشا کيدو د څرنګوالي له څيړنې وروسته د تحقيقاتو او رپوټونو نتيجه او د پاکستان د انګليسي ژبې  ورځپاڼې دان  د يو خبريال  په واک کې ددغه خبر په ورکول کيدو سره  په ښکاره  ددې څرګندوى دى چې طارق فاطمي او رايو تحسين  ددغو محرمانه خبرونو د افشا کولو  اصلي عامل دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته