امنیت

د طالبانو بريدونه شنډ کړى شول.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند دادو خيلو سيمې کې په امنيتي پوستو دوسله والو طالبانو بريدونه شنډ کړى شول.
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونمل قاري محمد ورا دباختر آژانس خبريال ته وويل: پرون سهار دپنځوبجو په شاوخوا کې څه دپاسه درې سوه تنو وسله والو طالبانو دملي پوليسو او دسيمه ييزو پوليسو په اوو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دملي اردو ،دچټک غبرګون د قطعې او د کوماندو کومکي ځواکونو په ډير لنډ ممکن وخت کې دخپل ملګرو مرستې ته ورودانګل او له يوې نښتې وروسته طالبانو دتيښتې لاره غوره کړه او په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
قاري ورا زياته کړه :د اوو تنو وسله والو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې شوي و .او دوه تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ويل کيږي چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس هم شهيد شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته