امنیت

په کندز کې ټولې صوتي ، تصويري او چاپي نشراتي وسايل ويجاړ شوي دي .

کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
دکندز ولايت يوشمير خبريالانو نن دژورناليستانو په ملي اتحاديه کې په يوه خبري غونډه کې په دغه ولايت کې له جګړو وروسته درسنيو د حالت په باب معلومات ورکړل .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې غونډه کې دکندز ولايت دچراغ د راډيو مسوول صابر يوسفي او ددغه ولايت  کيهان دراډيو مسوولې زرغونې حسن په کندز ولايت کې له وروستيو پيښو وروسته درسنيو دحالت په باب معلومات ورکړل او  ويې ويل چې دټلويزيوني ، راډيويي او دچاپي رسنيو دشبکو ټول دفترونه وسايل او تجهيزات په بشپړه توګه ويجاړ او له منځه وړل  شوي دي .
دکندز ولايت خبريالانو څرګنده کړه  چې تراوسه پورې دکوم دولتي او غير دولتي بنسټ له خوا له دوى سره مرسته نه ده شوې او دغه راز دوى داړوندوبنسټونو دمرستې اوهمکارۍ غوښتنه وکړه .
په دې خبري غونډه کې دغه راز دژورناليستانو دملي اتحاديې دمشرتابه هيئت  غړى فهيم دشتي خبرې وکړې او ويې ويل  دغه اتحاديه دکندز دخبريالانو دستونزو دحلولو په خاطر له دولتي او غير دولتي مرکزونو سره په اړيکه کې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته