سیاست

د افغانستان لپاره د ګرجستان له نوي ګمار ل شوي نا استوګن سفیر سره د بهرنیو چارو دوزیر د پیږندګلوۍ کتنه

کابل باختر د سلواغې دولسمه :
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن سهار د ګرجستان جمهوریت له نوي ګمارل شوې نا استوګن سفیر ښاغلې ګیورګی کاراکا شویلی سره وکتل او خبرې اترې يې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په سر کي، د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ګرجستان جمهوریت نوي نا استوګن سفیر ته ښه راغلاست ووایه، او د هغه هیواد د نظامي مرستو څخه چی په تیرو څوارلسو کلونو کې یی  افغانستان سره کړې مننه وکړه، زیاته یې کړه دا مهال د ګرجستان ۸۵۴ سرتیرې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هلمند، پروان او بلخ په  ولایتونو کې په خدمت بوخت دې او افغانستان د دغو سرتیرو د ګټور رول او قربانیو څخه چی د افغانستان د امنیت ټینګښت او ثبات لپاره یی ورکړې دي مننه کوي.
د بهرنیو چارو وزیر د لاجوردو ترانزیتي لارې په اوږدو کې د ګرجستان رول ته په اشارې هیله مندې څرګنده کړه چی د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکيې ترمنځ پینځه اړخیزه تخنیکې خبرې اترې به پدې هکله ډير ژر یوې پایلې ته ورسیږې. ښاغلي رباني د دوه اړخیز اړیکو پراخولو په خاطر د دواړو هیوادونو ترمنځ  سیاسي مشورې لازمې وګڼلي او تبلیس ته يي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یو پلاوې له سفر سره لیوالتیا وښوده.
وروسته ګیورګی کارا کاشویلی د افغانستان د بهرنیو چارو زیر سره په لیدلو خوښي څرګنده کړه او زیاته یی کړه د خپل ماموریت په دوران کې به د کابل او تبلیسی ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو په برخه کې هلې ځلې وکړې.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ګرجستان نا استوګن سفیر د ملګرو ملتونو په سازمان کې د دواړو هیوادونو د نمایندګیو تر منځ دسیاسي مشورو د ډیر والي غوښتنه وکړه.
ویل کیږې، د دواړو هیوادنو په هوکړه،  ګرجستان لپاره د افغانستان سفارت مسکو څخه باکو ته او همدا راز افغانستان لپاره د ګرجستان سفارت له اسلام اباد څخه عشق آباد ته لیږدول شوي دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته