امنیت

څلور اتيا تنه قاچاق وړونکي په مجازاتو محکوم شول .

کابل باخترد کب شپږمه :
دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز ابتداييه او استيناف محکمو داتو ښځو په ګډون څلور اتيا تنه دنشه يي توکو دقاچاقو دجرمونو دترسره کولو په اړوند له يوکال اوشپږومياشتو څخه تر اتلسو کلونو پورې دتنفيذي بند په مجازاتو محکوم کړل .
دمسکراتو  او نشه يي توکوپرخلاف دمبارزې دعدلي او قضايي  مرکز وياند خالد موحد نن دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې دغه کسان دنشه يي توکو دقاچاقو د  ٥١ قضيو په اړوند دتيرې مياشتې په بهير کې نيول شوي و اوله عدلي اوقضايي  تعقيب وروسته دتيرې اوونۍ په بهير کې  ددغه مرکز داختصاصي  محکمو له خوا په مجازاتو محکوم شول.
  ده زياته کړه  دغه کسان په داسې حال کې دپوليسو له خوانيول شوي و چې دهېوادمرکز اوله هېواد څخه بهر ته  د٤٤٤٦ کيلوګرامو نشه يي توکودروان اړونکي يو کيلوګرام  تابليتونه  د  ٢٦ ليترو اوبلنو کيمياوي توکو . ٧٨ کيلوګرامو جامدو کيمياوي توکو  ١٠٧٤ ليترو الکولي مشروباتو او د ٢٢ ليترو تيزاب دليږدونې نيت درلود
موحد زياته کړه چې په دې ترڅ کې  ٢٨ ليږدونکې واسطې ، درې ميله وسله ،  ١١٣ موبايل تيلفونونه  او هم ٢٥٥١٧٩ افغانۍ او ٧٥٦١ امريکايي ډالره له هغوى څخه دپوليسو لاس ته ورغلي  دي چې وسايط او وسله مصادره  اوپيسې به  دافغانستان بانک  کې ددغه مرکز قطعي حساب ته تحويلې شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته