سیاست

سويډن له افغانستان سره خپلې مرستې زياتوي .

کابل_  باختر دزمري شلمه :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې له افغانستان سره د سويډن  هيواد دمرستو د زياتوالي هرکلى وکړ .
د سويډن دولت دنيکمرغه کوچني اختر په لومړۍ ورځ اعلام کړى دى چې له ٢٠١٥ کال څخه تر ٢٠١٩ کال پورې له افغانستان سره خپلې مرستې په کال کې له سلو څخه تر يوسلو ديرشو مليونو امريکايي ډالرو پورې زياتوي .
  دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسى زي په دې خبري کنفرانس کې دغه راز سويډن له افغانستان سره يو مرستندوى  هيوادوباله او ويې ويل چې سويډن له  ٢٠٠٢ ميلادي کال څخه تراوسه پورې له افغانستان سره يوسترمرستندوى هيواد دى چې ددغه هيواد پنځه سوه تنه سرتيري دهيواد په څلورو ولايتونوکې د ايساف په چوکاټ کې دامنيت په تامينولو  بوخت دى .
دبهرنيوچارو وزارت ويندوى دغه راز څرګنده کړه چې دغه مرستې به د دموکراسۍ د پياوړتيا، حقوقو ، ښوونې او روزنې ، ځوانانوته دکارموندلو او دخصوصي برخې دپياوړتيا په کارکې ولګول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته