امنیت

اووه ويشت وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل /دکب ٢٦مه /باختر
اووه ويشت وسله وال طالبان په روزګان کې په نويو جګړوکې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه د ګېزاب اود خاص روزګان په ولسواليو او د ترينکوت ښار ته څېرمه هغه وخت بريدونه وشول چې د افغان ځواکونو پرپوستو يې يرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې ٢٧ وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل په دغو طالبانو د افغان ځواکونو پرپوستو د دوى د يرغل په وخت کې له ځمکې اوهوا څخه بريدونه وشول .
په دې بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د طالبانودرې پټنځي ويجاړ شوي دي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې ؛ افغان ځواکونو د روزکان له ګڼ مېشتولارو څخه د ٣١ ماينونود کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
د دغوماينونود ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته