امنیت

ديوغيرحکومتي مرکز مسوول په کونړ کې و وژل شو

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دعبدالحق فونديشن مسوول حاجي انقلاب نن دکونړ ولايت په اسعدآباد ښارکې خپل کورته څيرمه  د وسله والو طالبانو د بريد له امله  و وژل شو .
دخبرونو له مخې : په دې  بريد کې  ددغه غيرحکومتي مرکز دمسوول زوى  اويو ساتونکى هم وژل شوى دى .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل باخترآژانس ته وويل  : يرغلګردعبدالحق فونديشن په مسوول حاجي انقلاب  له بريد وروسته  په تيښتې بريالي شول اودهغوي دنيولولپاره پلټنې پيل شوي دي .
ويل کيږي دغه مرکز په کونړ ولايت کې دتاسيساتو د جوړولو په برخه کې فعاليت کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته