امنیت

طالبانو پر اکمالاتي وسايطو بريد وکړ .

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه

  په بادغيس ولايت کې دافغان او ناتو  د ځواکونو پرګډ کاروان دطالبانو په بريد کې يو تن سرحدي پوليس ووژل شو او يو ملکي وګړي ټپي شو .

 دهيواد په لويديځ کې دپوليسو دڅلورم سرحدي زون قوماندان پاسوال شير احمد ملداني باختر اژانس ته وويل  دغه پيښه تير ماښام دبادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ په موري جان سيمه کې وشوه .

  ده څرګنده کړه  دافغان او ناتو دځواکونو په ګډ کاروان چې دامنيتي قطعو داکمالاتو  لپاره دغي سيمې ته روان و په لاره کې دوسله والوطالبانو له خوا بريد وشو  .

 ملداني وويل  په دې بريد کې طالبانو ته دسردروند زيان واوښت خو دقيق شمير يي  لاتراوسه پورې نه دي  څرګند شوي .

 خبرځاى زياته کړه په دې بريد کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او يو ملکي وګړي ټپي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته