کابل باختر د وږي ١٢مه :
په تخار کې پوليسو په تېرو دوو اوونيو کې درې دېرش تنه دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور و نيول .
دتخار دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې قوماندانۍ پوليسو دخلکو په همکارۍ درې دېرش تنه په تالقانو ښار کې دشوکمارۍ ، وسله والو غلاو ، انسان تښتونې او دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
ده څرګنده کړه له نيول شويو کسانوڅخه يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم