امنیت

يوولس کسان په تخار کې ونيول شول

تالقان / د چنګاښ ٢٦مه/ باختر
د تخار د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې يې د بېلابېلو قضيو په تړاو يوولس کسان نيولي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير باختر آژانس ته وويل: دغه کسان له طالبانو سره د همکارۍ، وژنې، غلا، نشه يي توکو او ټپي کولو په تړاو د تالقانو ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په نيول شويو کسانو کې درې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور له  يوې مخابرې او تبليغاتي پاڼو سره نيول شوي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته