فرهنګ

په هرات کې دشهيد داوونۍ او دافغانستان دملي اتل دشهادت دتلين درناوي

کابل باختردوږي دمياشتې ١٩ :
دهېواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين او دشهيد د اوونۍ  پرون په هرات ولايت  کې په شاندارو مراسمو سره درناوي وشو.
دهېواد دملي اتل دشهادت دتلين د درناوي مراسم چې دهرات د والي ډاکتر داودشاه صبا، د ولايتي شورا د رييس او غړو ، دخلکو دپراخوپرګنو ،دشهيدانو او معلولينو دکورنيو ، مشايخو او لويانو ، په ولسي جرګه کې دخلکو داستازو او دسلګونو تنو جهادي قوماندانانو په ګډون پرون له غرمې وروسته دمولانا جلاالدين محمدبلخي په سالون کې دمسعود ترشتوال له خوا دافغانستان داسلامي  جمهوريت دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دپيغام په لوستلو سره پيل شول او ترمازيګر پورې يې دوام درلود .
دپوهنتون داستادانو، سياسي  پوهانو، د دين دعالمانو او دسياسي ګوندونو داستازو په ګډون ددغې وګړنې غونډې ويناوالو د اوسني امنيت اوثبات شتون دازادي دلارې دشهيدانو دوينې او سرښندنې نتيجه وبلله.
په هرات کې دشهيد مسعود دمرکز رييس عبدالرزاق احمدي ، دشهيدانو ، معلولين کار او ټولنيزو چارو رييسې بصيرې محمدي ، دپيوستون دشورا سرپرست غلام محمد مصون ، دلوړو زده کړو وزارت دخصوصي موسسو رييس مسعود ترشتوال ، دهماهنګي په چارو کې دظفر قول اردو مرستيال جنرال اورياخيل او محمدموسى رضايي ددغه ټکې په بيانولو سره  چې دملي اتل درناوي اوخاطره به  دهېواد په تاريخ کې  دتل لپاره ثبت وي، له خلکو څخه وغوښتل  چې دشهيدانو دهيلو دتحقق په خاطر خپل ملي اواسلامي پيوستون وساتي.
دهرات د ولايتي شورا رييس داکتر عبدالظاهر فيض زاده هم  داسلامي انقلاب د درنو شهيدانو  په تيره بيا دجهاد اومقاومت دمشر اودسولې دعالي شورا دفقيد رييس استاد برهان الدين رباني  دشخصيت ، دملي اتل او دشهيد داوونۍ درناوي دټولو دنده وبلله  او ددغو اتلو شهيدانو هميشني ځلانده کارنامې تلپاتې وبللې .
ده ددغه ټکې په بيانولوسره  چې شهيد مسعود  په دوو زماني وختونو کې دوخت دشوروي دسره پوځ دڅرګند تيري اودپاکستان دپټ تيري په وړاندې په ميړاني سره مبارزه وکړه  دسولې ټينگښت اودامنيت تامينول يي دشهيدانو هيله وبلله.
ددغو مراسمو اصلي ويناوال او دهرات والي ډاکتر داودشاه صبا داسلامي انقلاب دشهيدانو په تيره بيا دافغانستان دسولې دشهيد استادرباني او دهېواد دملي اتل پاک روح ته  د درود داستولو اودعا په ترڅ کې د درناوي ددغه شان غونډو جوړول او دمراسمو پرځاى کول  دشهادت له کرښې سره دتړون دنوي کولو عامل او دشهيدانو دغوښتنو اوهيلو دتحقق په برخه کې يو ګام وباله.
دهرات والي داسلامي انقلاب د درنو شهيدانو هيله دخلکو سوکالي او نيکمرغي اوديوالي اوپيوستون په لاره کې هلې ځليې وبللې او له دولتي چاوارکو څخه نيولې تر عادي وګړو پورې  دبيلابيلو قشرونو مسووليت په اوسنيو نازکو شرايطو کې ډير مهم اوبرخليک ټاکوونکي وباله.
ډاکتر سبا دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په بهيرکې دامنيتي ځواکونو ديادونې وړ برياليتوب ته په اشارې سره  له ٢٠١٤ کال وروسته هم ددغو ځواکونو دبرياليتوب او ځواکمنې په نسبت ډاډ څرگندکړ.
ديادونې وړ ده چې دشهيداوونۍ دملي اتل دشهادت دتلين د درناوي دمراسمو په پرځاى کولو سره پيل شوه  او دحماسي اوفرهنګي مراسمو په پرځاى  کولو سره به دوام ومومي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته