امنیت

په هرات کې يوه ډله انسان تښتونکې ووژل شول .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥
يوه شپږ کسيزه ډله انسان تښتونکې ونيول شول  او څلور تنه د دوي له منګلو څخه خوشې شول.
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :              دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دهغو عملياتو په بهير کې چې د هرات ښار دپنځمې ،شپږمې،او اتمې ناحيې  په مربوطاتو کې ترسره کړل يوه شپږ کسيزه ډله انسان تښتونکې يې  ونيول.
دغه ډله د يو اته کلن ماشوم ، يوې ځوانې ښځې د ټکسي يو موټر چلونکې  او دهرات ښار ديو اوسيدونکې په ګډون يې زموږ څلور تنه هيواد وال تښتولي وو ، او
دهغوى دخوشې کولو په بدل کې يې د دوي له کورنيو څخه دزياتو پيسو غوښتنه کړې وه.
له نيول شويو کسانو څخه يو کلاشينکوف ، درې تومانچې او يوه اندازه  هيرويين هم ترلاسه شوي  ده.
دغو کسانو له زياتې مودې  را په دې خوا په  وسله والو غلاو ،انسان  تښتونې  او دخلکو په ځورونه کې فعال  رول  درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته