امنیت

په ننګرهار کې په هوايي اوځمکنيو بريدونو کې داعشيانو اوبهرنيو جګړه مارانو ته دسر دروند زيان

کابل باختر د کب دمياشتې  ٣ :    د ننګرهارولايت د داعشيانو په سنګرونودنويوځمکنيو اوهوايي  بريدونو شاهدو .
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتو کې د روداتو ، کوټ او اچين  په ولسواليو کې ترسره شول چې له امله يې ٢٩ تنه  داعشيان ووژل شول.
له بلې خوا پوځيان په ننګرهارولايت کې دوسله والو داعشيانو دجنګي وسايلود دوو  ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
دغه راز ويل شوي دي  چې د ننګرهار ولايت امنيتي مامورينو د څه ناڅه شپږو ماينونو په کشفولو اوشنډولو سره د يولړ خونړيو بريدونو مخه نيولې  ده.
دغه ماينونه  دننګرهار ولايت  په ګڼ ميشتو لارو کې  ځاى پرځاى شوي وو چې دسيمې داوسيدونکوپه همکارۍ کشف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته