سیاست

اجراييه رييس دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ له رييس سره وکتل .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون مازيګر په سپيدار ماڼۍ کې دخپل کار په دفتر کې دپناه غوښتوونکو په چارو کې  دملګروملتو دسازمان د عالي کميشنرۍ  له رييس  فيليپوګړاندى او له ملګري هيئت سره يې وکتل او خبرې   ورسره وکړې .
داجراييه رياست دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ . دهېواد اجراييه رييس افغانستان ته دګراندي او دهغه دملګري هيئت راتګ ته ښه راغلاست  ووايه او ديو ډير ستر نړيوال سازمان په توګه چې دبشريت او انسانيت  لپاره خدمت کوي دملګروملتو دسازمان دعالي کميشينرۍ درييس په توګه  دده دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله .
  دهېواد اجراييه رييس ګراندي دافغانستان په دننه کې له بيځايه شويوکسانو سره دده دخدمت اوږدو کلونو ته په پاملرنې سره ، دافغانستان نږدې دوست وباله .  اجراتيه رييس  دافغانستان له حکومت او دمهاجرينو دچارو دڅيړنو له مسوولو بنسټونو سره د پناه غوښتوونکو په چارو کې  دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ  دهر اړخيزو مرستو له امله مننه وکړه او ددغو اړيکو دلازيات  ټينګښت او پراختيا غوښتنه  وکړه .
  اجراييه رييس دخپلو خبرو په دوام زياته کړه دپناه غوښتوونکوپه چارو کې دملګروملتو دسازمان عالي کميشنري دسيمې او دڅو اړخيزو کميسيونونو په کچه فعاله ده او د مهاجرينو اوبې ځايه شويو کسانو دچارو دڅيړنې لپاره کار کوي .
دافغانستان حکومت دمهاجرينو موضوع ته دخپلې يوه کاري لومړيتوب  په توګه ګوري  او ديوه خپلواک وزارت په  لرلو سره دوزيرانو شورا او دڅارنې دعالې شورا يوه فرعي کميټه دمهاجرينو موضوع ته ديوې جدي ستونزې  په توګه ګوري .
دافغانستان حکومت په عزت سره او په قانوني توګه دمهاجرينو دراستنولو او دبيځايه شويوکسانو دستونزو دڅيړنې لپاره په جديت سره هڅه او هاند کوي .
اجراييه رييس دمهاجرت په نړيواله ورځ کې افغانستان ته دګراندي سفر په افغانستان کې دمهاجرينو موضوع ته ددغه  سازمان دپاملرنې  اوژمنې زيږنده وباله .
  ګراندي له اجراييه رييس څخه او دافغانستان   خلکو او حکومت دتاوده هرکلي له امله په مننې سره وويل دلته خپل کورته راغلي يم دغه سفر يو مهم سفر دى  ومې پتيله  چې دمهاجرت په نړيواله  ورځ کې په افغانستان کې واوسم چې دنړۍ پاملرنه په افغانستان کې دمهاجرينو او بيځايه شويوکسانو مسئلې ته جلب کړم .
ګراندي دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې په افغانستان کې دمهاجرينو او دغه راز دبيځايه شويوکسانو ستونزه نړيوالې مرستې او پاملرنې  ته اړتيا لري .
دده تر ادارې لاندې سازمان چمتو دى چې په دې لاره کې دافغانستان او حکومت په مرستې او همکارۍ سره کار او هلې ځلې وکړي .
ګراندي دخپلو خبرو په دوام زياته کړه: پرون سهار له ايران څخه هرات ته راغلم او دهرات له والي سره مې يوځاى دبيځايه شويوکسانو کمپ وکوت .
  دهرات والي له بيځايه شويوکسانو سره دمرستې لپاره يولړ معقولې  طرحې لرلې .
په کابل کې مې دمهاجرينو دچارو له وزير سره هم  خبرې وکړې  او دمرستو ددوام په باره کې موغور وکړ .
زموږ تر ادارې لاندې سازمان چمتو دى چې په دې برخه کې دافغانستان له حکومت  او خلکو سره مرسته وکړي .
دهېواد اجراييه رييس په دې باندې په ټينګار سره چې دمهاجرينو ستونزه دملي وحدت دحکومت په کاري لومړيتوبونو کې ځاى لري زياته کړه  په تيرو وختونوکې له بده مرغه  دغې موضوع دحکومت په لومړيتوبونو کې ځاى نه درلود .
دملي وحدت دحکومت له جوړيدو وروسته دمهاجرينو اوبيځايه شويو کسانو دستونزو څيړنه دحکومت دپروګرامونو په سرکې ځاى لري او له همدې امله ددغې قضيې په څيړنه او حل کولو کې دافغانستان له حکومت سره دتاسو د سازمان او دنورو نړيوالو بنسټونو دهمکارۍ غوښتنه  کوو  .
ګراندي  په خپلو خبرو کې  دغه راز دوارسا اوبروکسل  په کنفرانسونو کې دمهاجرينو قضيې ته دافغانستان دحکومت دپاملرنې  غوښتنه وکړه چې دنړيوالې ټولنې او دمرستندويو سازمانونو له خوا له مهاجرينو اوبيځايه شويوکسانو سره زياتې مرستې وشي .
  ګراندي ژمنه وکړه چې دافغانستان له مهاجرينو او بيځايه شويو کسانو ته دمرستې دجلبولو لپاره له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي .
  دهېواد اجراييه رييس له ګراندي څخه په مننې سره ډاډ ورکړ چې دافغانستان حکومت چمتو دى په دې لاره کې دده تر ادارې لاندې سازمان او له نورو نړيوالو بنسټونوسره هر اړخيزه همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته