ټولنه

د هغو ځوانانو راټولول چې د ښوونځيو د نجونو د ځورونې سبب کيږي

کابل باختر دليندۍ  درې ويشتمه :
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو هغه لنډغر او مزاحم ځوانان چې د ښوونځيو او د لوړو زده کړو د مرکزونو د نجونو د ځورونې او مزاحمت سبب کيدل؛ د پلخمري ښار له بېلابېلو ساحو څخه راټول کړل.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې  مدير سمونوال محمد ناصر د باختر آژانس خبريال ته وويل:  ٢٨ تنه  لنډغر ځوانان د ښوونځيو او د تحصيلي مرکزونو د نجونو د ځورونې په تور د پوليسو له خوا راټول او د هغوى د سرونو، د ويښتانو له خرييلو او د هغوى له کورنيوڅخه د ژمنې له اخستلو وروسته بېرته خوشې شول .
ده زياته کړه چې د روان کال په تيرو اتو مياشتوکې د تېرکال د همدې ودې په پرتله جنايي پيښې په سلوکې کابو ٣٠ کمې شوې دي او اصلي  علت يې د هرې ورځې په تيريدو سره د پوليسو مسلکي کيدل  او په خپل وخت د خلکو همکاري  ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته