ورزش

د هيواد د فوټبال د ملي ټيم د لوبغاړو قدردانۍ وشوه

کابل_باختر د تلې دمياشتې ٦مه:
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين نن د هيواد د فوټبال د ملي ټيم د لوبغاړو د قدر دانۍ په غونډه کې د هنر د ښاپيرۍ لقب يې هم د هيواد ښه سندرغاړې نغمې ته ورکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې: دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت او د ملي راډيو-ټلويزيون د رياست له خوا ددغه وزارت د رييسانو او کارکوونکو او د بېلابېلو دولتي ارګانونو د يوشمېرمسوولينو په ګډون د ملي راډيو-ټلويزيون په تالارکې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې ډاکترسيدمخدوم رهين د هيواد د فوټبال د ملي ټيم له لوبغاړو څخه د قدر دانۍ په ترڅ کې وويل: د هيواد د فوټبال د ملي ټيم اتلو لوبغاړو  يوځل بيا د افغانستان د ستر ملت يو والى او وحدت تجسم کړ او نن ددغه هيواد ځوانان په ټولوبرخو کې خپل ملت ته وياړګټلى دى.
له ورزش څخه نيولى، په هنر او نوروبرخوکې  او دې ته په پاملرنې سره چې د نړۍ د زياتو ځوانانو پرخلاف زموږ ځوانان د سوکالۍ په غيږکې نه دي لوى شوي.
ډاکتررهين زياته کړه: سره له دې چې ورزشي امکانات په هيوادکې محدود و او آن په هغه اندازه چې کولاى شو ووايو؛ نه و. خو له دې ټولو سره د مينې او ايمان په مرسته دغه راز زموږ د فوټبال  اتلانو هيوادته بې سارى وياړ ترلاسه کړ.
دغه راز په نورو برخوکې له کرکټ څخه نيولى د ورزش په نورو څانګوکې او په بېلابېلو هنري څانګوکې يې خپل ملت ته وياړ ګټلى دى.
په دې غونډه کې د هيواد د فوټبال د ملي ټيم ښوونکى يوسف کارګر هم په خپلوخبروکې د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت، دځوانانو دچارو د معينيت او د ملي راډيو-ټلويزيون له مشرتابه څخه په قدر د انۍ سره وويل: د هيواد د فوټبال د ملي ټيم اتلوالى د فوټبال د فدراسيون او دملي ټيم د لوبغاړو د پرله پسې هلوځلو نتيجه ده.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير د هيواد ښه سندرغاړې ميرمن نغمې ته د هنر د ښاپيرۍ لقب ورکړ.
د  غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکترسيدمخدوم رهين، ددغه وزارت د ځوانانو د چارو دمعين تيمورشاه اسحاق زي، د جمهوري رياست د سلاکار وزير شهزاده مسعود او يو شمېر نورو مسوولينو له خوا د فوټبال د ملي ټيم لوبغاړو ته د ګلوګيډې ورکړې شوې.
د غونډې په پاى کې ميرمن نغمې يو کنسرت هم اجراکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته