کابل/ د غویي ٩ مه / باختر
پاکستان ته له کونړ څخه د چارتراشو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو پرون ناوخته دغه چارتراش له څوکې ولسوالۍ څخه هغه وخت کشف او ترلاسه کړل چې ټاکل شوې وه پاکستان ته قاچاق شي.
د کونړ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغو چارتراشو د قاچاقو په اړوند څلور تنه نيول شوي دي.
د کونړ د ځنګلونو غوڅول له زياتې مودې راپدېخوا دوام لري.
قاچاق وړونکي د ځنګلونو په غوڅولو سره چارتراش جوړوي او پاکستان ته يې قاچاقوي.
ختم – ج – اکرم