امنیت

اوولس تنه تروريستان ووژل شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
د ملي دفاع وزارت د دفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د اوولسو تنو تروريستانو د وژل کيدو خبر ورکړ .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد ګډ عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کي يې ١٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول، ١٩ تنه ټپيان  او څلور تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دغه عمليات د غزني، لوګر، خوست، قندهار، زابل، فراه، جوزجان، فارياب، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.
په دغوعملياتوکې د دښمن يو موټر سايکل او يوه اندازه مهمات ترلاسه  او په  
په  چاوديدونکو يو بار موټر په عملياتوکې د شاملو ځواکو نوله خوا وچول شو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته