امنیت

دبکوا ولسوالۍ دمخالفينو له شتون څخه پاکه شوه

کابل باختردسلواغي  اوولسمه

 دفراه ولايت په بکوا  ولسوالۍ کې دافغان امنيتي ځواکونو  او دايساف دګډو عملياتو په بهيرکې  ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اونهه تنه نور يې نيول شول .

 دغه تصفيوي عمليات ددولت دوسله والو مخالفينوله شتون  څخه دبکوا ولسوالۍ دپاکولو په مقصد  شپږ ورځې مخکې پيل شوي و او پرون پاى ته ورسيدل .

  دفراه ولايت  امنيتي  مسوولين وايي چې په دغو  عملياتوکې ددوو تنو پاکستاني اتباعو په ګډون  ددولت نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او دغه ولسوالۍ اوس دوسله الو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوې ده .

 دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد عوث مليار  نن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو عملياتوکې دچاوديدونکو توکو او وسلو لس ډيپو ګانې  او درې څلويښت ماينونه ددولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 دخبرځاى دمعلوماتوله مخې  په دغو عملياتوکې  دملي اردو څلور تنه سرتيري  او يو پوليس وژل شوي دي .

 دغه راز ده وويل چې په دغو عملياتوکې دوه سوه اتياکيلوګرامه اپين دپوليسو لاس  ته ورغلي او په دې اړوند  يو تن نيول شوي دي .

 ديادونې وړ ده چې دبکوا ولسوالۍ دفراه ولايت يوه نا امنه ولسوالۍ وه  چې دامنيتي مقاماتو د څرګندونو له مخې  ددغې ولسوالۍ امنيت مخ په ښه والي دي .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا