ټولنه

دفارياب له ولسواليو څخه دخلکو مهاجرت.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
څه ناڅه سل کورونۍ دفارياب له ولسواليو څخه دميمنې ښارته بيځايه شوي دي .دفارياب ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو د رياست مسوولينو دباختر آژانس خبريال ته وويل :- په دې وروستيو کې دنا امنيو له امله څه دناڅه سل کورنۍ دقيصار ، آلمار ،کوهستان او دپشتونکوټ له ولسواليو څخه په ميمنې ښارکې ځاى پرځاى شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه کورنۍ له ولسواليو څخه بيځايه شوې دي . او دسروې ټيم له دې جملې څخه يوازې ديارلس کورنۍ تاييدې کړي دي .
ويل کيږي نورې کورنۍ ادعا کوي چې دوى هم له خپلو اصلي سيمو څخه ميمنې ښارته راغلي دي . او غواړي چې ورسره مرسته وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته