کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر
د کونړ په څوکۍ او ناړۍ ولسوالیو کې څه د پاسه ۲۶۲ میلیونه افغانیوپه لګښت ۱۶۲ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې د افغانستان د ټولنیزملاتړ او معیشت پروګرام په اډانه کې د یونپس ادارې په مالي ملاتړ د ۶ میاشتو په موده کې پلې شوي، چې په کې د کانالونو جوړول او پاکول، سړکونو رغول او بیا رغول، د پلونو جوړول او نورې بېلابېلې رغنیزې پروژې شاملې دي.
د یادو پروژو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د دغه ولایت د اقصاد رئیس مولوي عبدالله همت وویل، چې موسسو ته یې آسانتیاوې برابرې کړي او د نورو مرستندویه ادارو سره په هره برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
ورته مهال د سیمې خلک د دغو پروژو په بشپړېدو خوښ دي او دې ته د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.