امنیت

يو ويشت تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر دوږي شلمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  يو ويشت تنه تروريستان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ګډ عمليات ترسره کړل  چې له امله يې يو ويشت  تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اتلس تنه نور ټپيان شول .
دننګرهار ،  نورستان ، کاپيسا ، پکتيا ، غزني ، قندهار ، زابل ، روزګان ، هرات ، بادغيس ، بلخ ،  فارياب ، کندز او دهلمند ولايتونه ددغو عملياتو ډګر و .
دغه راز دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې په تيرو څلورو ويشتو ساعتو کې ١٣ پلان شوي چاڼيز عمليات او درې ويشت خاص عمليات دهېواد په  ١٢ ولايتونو کې ترسره شوي دي او دهوايي ځواکونو الوتکو دملي اردو دځواکونو په ملاتړ يو سلو ديارلس  هوايي الوتنې  کړي دي چې په دغو عملياتو کې ددښمن په ځالو ځپنده ګوزارونه شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته