اقتصاد

په پنجشيرکې د سوداګرو ښځو ظرفيت لوړيږي

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : په پنجشير ولايت کې د عزيزي بانک له خوا د سوداګرو ښځو ظرفيت لوړيږي . عزيزي بانک نن په پنجشير ولايت کې د يوه روزنيز پروګرام په جوړولو سره په دغه ولايت کې د سوداګر ښځو ظرفيت لوړوي . د عزيزي بانک يو تن مسوول ميرزا واثق الله وويل چې په دې تجارتي پروګرام کې د پور د اخستلو او بېرته ورکولو او د حساب پرانستلو د ګټې او زيان د لارو چارو په باب معلومات د دغه روزنيز پروګرام له موضوعګانو څخه دي چې د پنجشير ولايت پنځوسو تنو سوداګرو ښځو ته به د څلورو ورځو لپاره لوست ورکړشي . ده زياته کړه چې عزيزي بانک د دغه شان پروګرامونو په جوړولو سره غواړي په ولايتونوکې د سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي . ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته