سیاست

جمهورريیس غني: د افغانستان د پولیسو اکاډمي د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نوم نومول کېږي

کابل/ د تلې٢٦مه / باختر 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې، د افغانستان د دفاع د اتل شهید ستر جنرال عبدالرازق د شهادت د لومړي تلین په مناسبت جوړو شویو مراسموکې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسموکې چې د لویې جرګې په تالارکې جوړ شوي وو، اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله، استاد عبدرب الرسول سیاف، د کابینې غړو، د ملي شورا رهبرۍ او غړو او یو شمېر سیاسي شخصیتونو هم ګډون کړی و.
جمهورريیس غني په دغو مراسمو کې په خپله وینا کې، د افغانستان په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ، سترجنرال عبدالرازق د امنیتي ځواکونو یو زړور او رښتینی غړی وباله چې د افغانستان د دښمنانو د دسیسې په پایله کې د هېواد د دفاع په لاره کې په شهادت ورسېد.
جمهورريیس څرګنده کړه: جنرال رازق یو هېوادپال جنرال او په ټولو ګران و. ټول افغانان، ښځې، نارینه، ځوانان او سپین ږیري هغه د هېواد واقعي سرتېري بولي.
هغه زیاته کړه: "زه د هېواد د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه د خلکو د ملاتړ په لاره کې د هغه د اتلولیو او سرښندنو قدرداني او مننه کوم."
جمهورريیس غني وویل: "د شهید ستر حنرال عبدالرازق د سرښندنو په درناوي او د نوموړي د اتلولیو د ژوندي ساتلو په خاطر د افغانستان د پولیسو اکا‌‌‌‌‌‌ډمي د شهید جنرال عبدالرازق په نوم نومول کېږي. "
جمهورريیس څرګنده کړه: د جنرال رازق شهادت وښوده چې د پردیو د دسیسو باوجود، افغانانو اوس هم په یوه غږ له هېواد او زړورو سرتېرو څخه په ملاتړ کې خپل یووالی ساتلی دی. هغه تشه چې د افغانستان دښمنانو غوښته چې په لوی قندهار او افغانستان کې به راشي، رانغله او هېڅ وخت به نه راځي.
هغه زیاته کړه: جنرال رازق تل د دښمنانو د دسیسو او توطیو په وړاندې پر ودرېدو ټینګار کاوه او دا د ټول ولس ټینګار دی.
جمهورريیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو د ستاینې ترڅنګ وویل: د امنیتي او دفاعي ځواکونو وینې نه دي ضایع شوې، د دوی قرباني د دې لامل شوې چې موږ د ولسواکۍ له یوې لویې آزموینې بریالي ووځو. زموږ د ولسواکۍ او جمهوري نظام پر وړاندې د ګواښونو، اندېښنو او توطیو باوجود، امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل د جمهوري ریاست انتخاباتو امنیت په ښه ډول تامین کړي.
جمهورريیس زیاته کړه: زموږ زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سږ کال د دښمن د لویو بریدونو څلور څپې وځپلې او ناکامې یې کړې. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د اساسي قانون، ملي ارزښتونو او خپلواکۍ ساتونکي دي.
جمهورريیس وویل: افغانانو د طالبانو د مستقیمو ګواښونو او بې باوره سیاسي فضا باوجود د تلې په ۶ انتخاباتوکې ګډون وکړ او د جمهوري نظام د دوام او معنی داره سولې ته د رسېدو لپاره یې خپله قوي اراده وښوده.
جمهورريیس غني وویل: افغانان او دولت د پایداره او باعزته سولې غوښتونکي دي او سولې ته د رسېدو لپاره خپلو ټولو هڅو ته ژمن دي.
جمهورريیس وویل: " د جمهورريیس په توګه سوله تل زما لومړیتوب دی. سوله د افغانانو اصلي غوښتنه ده او د افغانستان حکومت یې تحقق ته ژمن دی."
جمهورريیس څرګنده کړه: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په تېرو پنځو کلونوکې د دوامداره هڅو په پایله کې سوله په یوه ملي بحث بدله کړې ده. خلکو تر بل هر وخت د جګړې د پایته رسېدو او د پایداره سولې راتلو ارزښت ډېر احساس کړی دی.
هغه زیاته کړه: د افغانستان حکومت سوله یوه ملي پروسه بولي او تل یې هڅه کړې چې په دې برخه کې هر اړخیز ګامونه پورته کړي.
جمهورريیس غني په ټینګار سره وویل: د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیق کوونکي په توګه د سولې د مشورتي لویې جرګې فیصلو ته احترام قایل دی او د افغانستان د خلکو او دولت په مالګیت د دې جرګې له لوري د وړاندیز شوې تګلارې تعقیب خپل مسوولیت بولي.
جمهورريیس وویل: سوله د افغان ملت تر ټولو مهمه غوښتنه ده او د حکومت بنسټیز مسوولیت دی، د افغانستان حکومت به د ملي ارزښتونو، ملي او لوړو ګټو په چوکاټ کې په ټول عقلانیت او د خلکو په ځانګړي ډول د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنو پر بنسټ، دغه ملي بهیر پر مخ وړي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته