امنیت

دتورخم پوله دترافيکو پرمخ پرانيستې ده .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دننګرهار ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې دتورخم دروازه دمسافرانو پرمخ پرانيستې ده .
  د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب  حسين خيل  او دننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول عطاالله  خوږياڼي  تاييدوي  چې دتورخم پوله دترافيکو پرمخ پرانيستل شوې ده .
دوى وويل :دتورخم  دروازه دهغو کسانوپرمخ پرانيستې  ده چې قانوني سندونه پاسپورت او ويزې ولري .
په ختيځ زون کې دسرحدي ځواکونو درستيزوال  وويل چې په تجارتي مالونوبار موټرونه او نور باروړونکي بارونه هم په دې دروازه کې دتګ راتګ اجازه  لري  او هغه کسان چې له پاکستان څخه کابل ته راځي هم کولى شي له کومې ستونزې پرته له پاکستان څخه کابل  ته راشي هغه کسان چې په پاکستان کې استوګنه لري خو په هغه صورت کې چې غواړي  بيرته پاکستان ته لاړشي بايد قانوني سندونه لري .
دسرحدي ځواکونو درستيزوال  ويلي دي چې له پاکستاني مقاماتو سره تفاهم ته رسيدلي دي که چيرې پاکستان وغواړي دتورخم  په ساحه کې  دتاسيساتو د جوړولو کار پيل کړي بايد تاسيسات دډيورند له کرښې اخوا په سل متري واټن کې وي .
ده څرګنده کړه :که چيرې دواړه لوري په تفاهم عمل ونه کړي او له زور څخه کار واخلي افغان امنيتي ځواکونه هر راز مقابلې ته چمتو دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته