امنیت

په ايبکو ښارکې د روږدو کسانو راټولول پيل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس له لارښوونې سره سم، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په مناسبت، په سمنګانو کې د روږدو کسانو راټولول او درملنه پيل شوه.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمد حسين طاهري باختر آژانس ته وويل چې نن ٢٦ روږدي کسان د اق پيکالي، مسجد پشه خانه، د سولي کارتې او تخت رستم له سيمو څخه راټول او د درملنې په موخه د روږدو کسانو د درملنې ۲۰ بستريز روغتون ته معرفي شول.
د هغه د څرګندنو له مخې: ټاکل شوې ده دغه روږدي کسان ٤٥ ورځې په روغتون کې تداوي او وروسته کورنيو ته يې وسپارل شي.
طاهري زياته کړه: په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شتون او زياتوالى په سمنګانو او په تېره بيا په ايبکو ښارکې د جنايي جرمونو او نا امنيو د زياتوالي سبب شوی دی.
هغه زياته کړه: ټول هغه کسان چې د نشه يي توکو د قاچاقو او ترافيکو په کار کې لاس لري او په هره کچه چې وي؛ پوځيان يې نیسي او قانوني چلند ورسره کېږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته