امنیت

په ننګرهار کې دڅه ناڅه زرو تنو جګړه مارو داعشيانو وژل کيدل

 کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
په ننګرهار ولايت کې تراوسه پورې  دداعش څه ناڅه  زر تنه  جګړه ماران وژل شوي دي.
دغه داعشيان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په مخامخ جګړو کې  وژل شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي له آزادۍ راډيوسره په مرکه کې وويل   چې  په دغه ختيځ  ولايت کې  دداعشيانو دفعاليتونو له پيل څخه  تراوسه پورې  دداعش څه ناڅه زر تنه  جګړه ماران وژل شوي دي.
ده وويل چې زياتره  يې بهرني جګړه ماران دي .
خوږياڼى وايي  چې د داعش زياتره  جګړه ماران له پاکستان څخه  ننګرهار ولايت ته راځي.
دى  دننګرهار ولايت  دهسکې مينې ، اچين او نازيانو د ولسواليو  په غرنيو سيمو کې  د داعشيانو شتون مني او وايي چې پوځيانو د هغوى دځپلو په خاطر پوځي عمليات  پيل کړي دي .
دننګرهار دوالي وياند وايي  چې په دغه ختيځ  ولايت  کې دداعش جګړه مارانو تر بشپړ له منځه وړولو پورې پوځي عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته