کابل باختر دچنګاش ديرشمه :
له کابل وروسته هرات دويم ښار دى چې په افغانستان کې د اوبو د کمښت له ګواښ سره مخامخ دى .
د هېواد د اوبو رسولو لوى رييس هرات ولايت ته په سفر کې په دغه ولايت کې تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت له امله انديښنه څرګنده کړه .
د هېواد د اوبو رسولو لوى رييس حميد الله يلاني وويل چې له کابل وروسته هرات دويم ښار دى چې د اوبو له کمښت سره مخامخ دى .
ده خبر دارى ورکړ چې تر ځمکې لاندې اوبو څخه زياته استفاده به په دغه ولايت خلکو ته زياتې ستونزې رامنځته کړي .
د ده دڅرګندونوله مخې: په هرات ولايت کې بايد د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې د ځمکې لاندې اوبو څخه د استفادې مخه ونيول شي، ځکه د دغه بهير په دوام سره به د تر ځمکې لاندې اوبوکچه کمښت ومومي .
دهېواد د اوبو رسولو لوى رييس دغه راز ټينګار وکړ چې د زراعتي ځمکو د خړوبولو لپاره د سولرونو د درولو مخه ونيول شي .
ختم- ج _ اکرم