امنیت

په زابل کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل.

-کابلباختر د غبرګولي د مياشتې١٣
اته تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه په شاجوي ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو دسيمه ئيزو پوليسود سرتيرو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
په زابل ولايت کې دسيمه ئيزويوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په طالبانو په شاجوي ولسوالۍ کې د پوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې د دوى له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته