کابل باختر د ليندي پنځلسمه :
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دهېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې د پنځه ويشتو تنو ډاعشيانو په ګډون يو پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول، اووه تنه ټپيان او يو تن بل ونيول شو.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، پکتيا، غزني، خوست، ميدان وردکو، قندهار، فراه، جوزجان، فارياب، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول .
دغه راز د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د هېواد په نهو ولايتونوکې ١٠ پلان شوي چاڼيز عمليات او ٢٠ خاص عمليات ترسره کړل او هوايي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو په ملاتړ ١٠٦ الوتنې ترسره کړې او د دښمن په ځالو يې ځپنده ګوزارونه کړي دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل