ورزش

په هرات ولايت کې د فوتسال سيالۍ دوام مومي

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د هرات د فوتسال د غوره ليګ سيالۍ په دوو لوبو سره دوام مومي.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې چې نن مازيګر به ترسره شي؛ د ميلاد ټيم د آريانا له ټيم سره او د غازي ټيم د سرخ پوشانو له ټيم سره لوبې کوي.
دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي .
ديوبل خبرله مخې: د هرات د فوټبال د غوره ليګ د تګ پړاو سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: په دې لوبه کې د اتفاق ټيم د صفر په مقابل کې په يوې سره د آريانا ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د بيګ بير او د آمو ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته