امنیت

وسله والو کسانو دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په رياست بريد وکړ

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
څو تنو وسله والو کسانو تيره شپه دکورجوړولو دقصبې په ساحه کې دکورنيو چارو وزارت دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په رياست بريد وکړ چې وځپل شول.
يوه امنيتي خبرځاى چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ باختر آژانس ته وويل چې پيښه د تيرې شپې د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه او بريدګر وځپل شول.
ده د زياتو جزيياتو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه.
ځينو خبرځايونو ويلي دي چې په دې پيښه کې يو بهرنى تبعه چې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په رياست کې کار کاوه؛ هم وژل شوى دى؛ خو رسمي سرچينو دغه خبر نه دى تاييد کړى.
دغه راز نورو خبرځايونو د پوليسو په اکاډمۍ کې د تيرې شپې په پيښه کې د وژل شويوکسانو شمېر ٢٦ تنه بللى دى.
دغه پيښه د يو ځانمرګى بريد زيږنده وه.
د کورنيو چارو وزارت مقاماتو د وژل شويوکسانو دقيق شمېير په ډاګه نه کړ، خو د دغه وزارت يوه خبرځاى وويل چې دوى به ډير ژر د تيرې شپې د پيښو په باب يوه اعلاميه خپره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته